CRI Online

لي که چيانګ د داوس په دوبني فورم کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 18:46:09

د ۲۰۱۷ کال د اقتصاد د نړيوال فورم کلنۍ غونډه يعنې د داوس دوبني فورم د جون د ۲۷ مې نېټې په سهار د چين په دا ليان ښار کې پرانيستل شو. د چين صدراعظم لي که چيانګ په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د کار روزګار د شاملېدونکې ودې بنسټ دی.

لي که چيانګ په خپله وينا کې په عمده توګه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي ،خو ناثبات په حالاتو کې د اقتصاد د شاملېدونکې ودې د هڅولو مهم اهميت او په دې برخه کې د چين تجربې معرفي کړې. نوموړي وويل، د انټرنيټي کېدو، ډيجيټېزېشن(digitization )،انټاليجنټايز (intelligentize ) په استازيتوب د نوي پړاو صنعتي انقلاب نه يوازې نوې عرضې او اړتياوې جوړې کړې، بلکې د ودې ساحه يې ډېره پراخه کړې او بېلابېلو خواوو ته يې په مساوي ډول د برخه اخيستلو زيات فرصتونه برابر کړي دي. چين د شاملېدونکې ودې فعال عملي کوونکی دی،په تېرو څو کلونو کې د چين په ښارونو او ښارګوټو کې تر ۱۳ مليونو زياتو کسانو ته روزګار پيدا شوي او د بې کارۍ انډول د ۵٪ په شاوخوا کنترول شوی دی.

همدارنګه لي که چيانګ د چين د اقتصادي ودې په اړه هم معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې له سږکال راهيسې د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کړی او جوړښت يې ډېر اصلاح شوی اوګټې يې زياتې شوې دي، يقين دی چې د سږکال د اقتصاد او ټولنې د ودې عمده موخې به ريښتينې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای