CRI Online

شينجيانګ : په تېرو پنځو کلونو کې کليوالو سيمو کې تر ۶۰۰۰۰ زيات ښوونکي جلب او جذب شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-27 18:46:59

د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د ښوونې ادارې د جون په ۲۷ مه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو پنځو کلونو کې د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د ښوونکو د کمبود ستونزې د حل په موخه نور ۶۱۴۰۰ ښوونکي جلب او جذب شوي او له ۲۰۱۰ کال راهيسې درې ځلې د دغو ښوونکو معاشونه زيات شوي دي.

د يادولو وړ دا ده چې د جنوبي شينجيانګ په ډېرو بې وزلو سيمو کې په هره مياشت کې هر يو ښوونکي ته هم نور ۲۰۰ يوانه ورکول کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای