CRI Online

پاکستان کې د تيلو ټانکر چاودنې له امله ۱۵۸ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 08:30:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جون په ۲۷مه نېټه د پاکستان د پنجاب ايالت د بهاولپور سيمې د روغتون په قول د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د تيلو ټانکر چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵۸ تنه وژل شوي او ۱۱۱ تنه نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د بهاولپور د يو روغتون چارواکي وويل چې په ۱۱۱ ټپيانو کې د ۲۲ تنو حالت ښه نه دي او ښايي د مړه شويو کسانو شمېر لوړ شي.

د پاکستان ولسمشر او صدراعظم د دې چاودنې په اړه خواشيني څرګنده کړه او له اړوندو څانګو څخه د ژغورنې غوښتنه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای