د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون د ۲۷مې نېټې په سهار په دا ليان ښار کې د ۲۰۱۷ کال د داوس د دوبني فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا يې وکړه.
لي که چيانګ وويل چې د نوي پړاو صنعتي انقلاب د اقتصادي چارو د نړيوال کېدو په وړاندې روان دی چې د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره غښتلی او خوځنده ځواک برابر کړی او لازيات مساوي فرصتونه يې رسولي دي.د روان کال په پيل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې يوه وينا کړې وه چې د نړيوال کېدو د ملاتړ او د ازادې سوداګرۍ په اړه د چين دريځونه يې پکې بيان کړي چې د نړيوالې ټولنې د منلو وړ دي.د دغه فورم اصلي موضوع د څلورم صنعتي انقلاب په ترڅ کې د لاپراخ پرمختګ موندل دي.
لي که چيانګ د چين اوسنی اقتصادي حالات معرفي کړ.هغه وويل چې له روان کال راهيسې د چين اقتصاد په ثابت او ښه ډول پرمختګ کړی او بېلا بېل اقتصادي انډولونه هم ښه دي.په وروستيو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې او د اقتصادي جوړښت اصلاحاتود پلي کېدو له امله د اقتصادي زياتوالي لارې چارې بدلې شوې.د چين اقتصادي پرمختګ او ورخلاصون به بېلا بېلو هېوادونو ته لازيات فرصتونه برابر کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |