CRI Online

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګريس دايمي کميټې ۲۸مه غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 09:09:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جون د ۲۷مې نېټې تر غرمې وروسته د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګريس دايمي کميټې ۲۸مه غونډه په بېجينګ کې پای ته ورسيده.په غونډه کې د چين د استخباراتو قانون،د اوبو د ککړتيا د مخنيوي او ادارې قانون د طرح کېدو په اړه پرېکړه ليک،د ملکي او اداري دعوا قوانينو د طرح کېدو په اړه پرېکړه ليک تصويب شوی او د يو لړ حکومتي چارواکو دندې ټاکل او لغوه شوي.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په جلا جلا توګه د ۶۹م، ۷۰م، ۷۱م او ۷۲م نمبر رئيسه حکمونه لاسليک کړ.د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې مشر جانګ ده جيانګ د دې غونډې مشري وکړه.

په غونډه کې د ۲۰۱۶ کال د مرکزي بوديجې د ارزونې په اړه پرېکړه ليک تصويب او منظور شوی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای