CRI Online

د سکوتلنډ حکومت : سکتلنډ به له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د بېلېدو مخکې له بريتانيا څخه د بېلېدو مخکې د خپلواکۍ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 09:30:26

ټولپوښتنه تر سره نه کړي

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سکتلنډ حکومت لومړي وزيرې ستورګيون د جون په اوه ويشتمه نېټه وويل، سکتلنډ به له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د بېلېدو مخکې له بريتانيا څخه د بېلېدو ټولپوښتنه تر سره نه کړي.

هغې په همدې ورځ په خپله وينا کې وويل، د بريتانيا له ټولټاکنو څخه د بريتانيا ضعيفوالی څرګندشوی چې له امله به له اروپايي ټولنې څخه د جلاکېدو په خبرواترو کې خپل دريځ نرم شي او په اروپايي ګډ بازار کې د پاتې کېدو څه شونتيا به موجود وی . سکتلنډ ددې لپاره چې له اروپايي ټولنې څخه د سکوتلنډ د جلا کېدو ګټورې نتيجې لاس ته راوړی ، د ټولپوښتنو وخت به بيا وټاکی او له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو کارونو ته به لا زيات پام ورکړي.

د دوه زره او څوارلسم کال په سپتمبر له بريتانيا څخه د سکتلنډ د بېلېدو په ټولپوښتنو کې، کابو پنځه پنځوس سلنه رايې ورکوونکو د سکتلنډ د خپلواکۍ څخه ملاتړ و نه کړ. پروسږ کال له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو په ټولپوښتنو کې، د سکتلنډ زياترو وګړو په اروپايي ټولنه کې د پاتېدو پرېکړه کړې وه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای