د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان خارجه وزير عادل الجوبير د جون په ۲۷مه نيټه وويل، سعودي، مصر، د عربي متحده اماراتو او بحرين له قطر سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کېدو بحران د حل لپاره له قطر څخه څو غوښتنې کړې، دوی به د دغو غوښتنو په هکله له قطر سره هېڅ خبرې اترې و نه کړي.
د سعودي د خبري رسنيو د خبر له مخې، د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان الثانی به امريکا ته سفر وکړي چې له يادو هېوادونو سره د اړيکو د پرې کېدو بحران په اړه به له امريکا سره سلامشوره وکړي.
د جون په ۵مه نيټه، يادو څلورو هېوادونو په دې لامل چې قطر له ترهګرۍ څخه ملاتړ کړی او سيمه ييز امنيتي وضعيت يې ويجاړ کړی، له قطر سره د اړيکو د پرې کولو اعلان يې وکړ. د مصر دولتي ټلويزيون د جون په ۲۳مه نيټه خبر ورکړ، دغو څلورو هېوادونو قطر ته ۱۳ غوښتنې وړاندې کړې چې د اړيکو د پرې کېدو بحران د حل و فصل شرايط ګڼل کېږي. قطر بايد په لسو ورځو کې دغه غوښتنې پوره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |