CRI Online

روسيې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې لپاره لارنقشه جوړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 10:33:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نننۍ روسيې په نوم خبري اژانس د جون په ۲۷مه نيټه خبر ورکړ، د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير يګور مورګلوف وويل، روسيې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې لپاره لارنقشه جوړه کړې او چمتو ده چې د دې لارنقشې د تظبيق لپاره له ملګرو هېوادونو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

د يګور مورګلوف په قول، روسيې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې لپاره يو لړ عملي تدبيرونه نيولي او اخري موخه يې په شمال ختيځې اسيا کې د سولې دايمي ميکانيزم جوړول دي. اړوندې خواوې بايد سړه سينه وساتي او يو پر بل دې لمسوونکی کړه وړه نه غوره کوي. په عين وخت کې نړيواله ټولنه بايد د شمالي کوريا لپاره امنيتي ضمانت وړاندې کړي تر څو شمالي کوريا له ذروي ازموينو څخه لاس واخلي. مورلګوف پر دې ټينګار وکړ چې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې د سوله ييز حل لومړی ګام شمالي کوريا له امريکا سره خبرې اترې کول دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای