د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په روسيه کې د چين لوي سفير لي هوی د جون په ۲۷مه نېټه د چين او روسيې خبري رسنيو ته وويل چې که څه هم د نړيوال اقتصادي اعادې سرعت ورو دی،خو د چين او روسيې ترمنځ سوداګريز حالت ښه شوی دی.
ښاغلي لي وويل چې د چين او روسيې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پټ توان ستر دی.چين په مسلسلو ۶ کلونو کې د روسيې لومړی لوی سوداګريز همکار دی او روسيه د چين د انرژۍ او لوړ تخنيکي توليداتو د وارداتو عمده سرچينه ده.له شمېرنې سره سم د روان کال په لومړنيو ۵ مياشتو کې د چين او روسيې ترمنځ سوداګريز ارزښت ۲۲۳ مليارډو سلو مليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ اعشاريه ۷ سلنه زيات شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |