د سين هوا اژانس د خبر له مخې،نړيوال وجهی صندوق د جون په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ،له دې امله چې د ټرمپ حکومت د پولي هڅونې تګلاره ښکاره نه ده،نړيوال پولي صندوق پرېکړه وکړه چې د امريکا د روان او راتلونکي دوو کلونو د اقتصادي زياتوالي وړاندوينه ۲ اعشاريه ۱ سلنې ته ټيټه کړي.
نړيوال وجهی صندوق هرکلی کړی چې امريکا د ازاد،عادلانه او د متقابلو ګټو پر بنسټ د نړيوال سوداګريز سيسټم د بشپړتيا په اړه خپله ژمنه پوره کړي.خو امريکا ته يې خبرداری ورکړی چې د هېواد د امنيت په پلمه د وارداتي تګلارې د بنديز لګولو په وخت کې دې د پاملرنې وړ وګرځي تر څو د هغو تګلارو مخه ونيسي چې له امله د امريکا پر اقتصاد به منفي اغېزه وشي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |