د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۲۷مه نيټه د چين د دوولسم ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې د خلکو په لوی تالار کې د اساسي قانون په مخ د لوړې مراسم ترسره کړل. د دې دايمي کمېټې مرستيال چيانګبا پونڅوګ د دغو مراسمو مشري وکړه او د څارنې دنده يې پر غاړه واخيستله.
د دوولسم ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې په ۲۸مه غونډه کې د چاپېريال ساتنې وزير او د کور او د ښار او ولسوالۍ د جوړونې وزير په شمول ځينی مامورين وټاکل شول . تازه ټاکل شويو مامورينو د دې کمېټې د نظام له مخې د اساسي قانون په مخ لوړې وکړې. ( هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |