CRI Online

د قرغېزستان محکمې د چين پر سفارت بريد کې ښکيلو دريو شکمنو ته سخته سزا ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 13:51:39

د سينهوا اژانس خبر له مخې، د قرغېزستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، د دې هېواد د پلازمينې بشکېک يوې محکمې د جون په ۲۷مه نيټه اعلان وکړ چې د چين پر سفارت بريد کې ښکيل درې شکمن کسان له لس کلن بند څخه تر اتلس کلن بند محکوم شول، د دوی شتمنۍ هم ظبت شوې دي.

د تېر کال د اګست په ۳۰مه نيټه، په قرغېزستان کې د چين سفارت د موټر بم له بريد سره مخ شو او له امله يې د سفارت درې کارکوونکي ټپيان شوي او بريدګر هم په چاودنه کې وژل شوی و. د قرغېزستان د پوليسو په قول، دغه بريد د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ لخوا طرحه شوی او بريدګر د دې ډلې غړی و. پوليسو ور پسې پنځه تنه شکمن کسان نيولي او پکې دوه تنه د شواهدو نشتون له امله خوشي شول. تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه نور څلور شکمن لا نه دي نيول شوي. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای