CRI Online

د داوس دوبني فورم په دا ليان کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 14:59:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم د نوي مشرانو د يوولسمې دورې کلنۍ غونډه يعنې د ٢٠١٧ کال لپاره د داوس دوبني فورم د چين د دا ليان د نړيوالې غونډې په مرکز کې تر سره شو چې عمده موضوع يې په څلورم صنعتي انقلاب کې ګډ پرمختګ دی. برخه وال به په درې ورځنۍ غونډه کې د علمي نوښت او دواملرونکي پرمختګ په باب بحث وکړي.

د دې فورم د جوړېدو پر مهال په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې بيا سمسوري نښې نښانې ښودل شوې ، خو حالت يې لاهم ثابت نه دی.نو ځکه برخه وال د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا د لارو چارو لټولو ته پاملرنه کوي او د چين لايحې ته سترګې په لار دي.

د دې فورم رئيس کلاس سواب د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چين اقتصاد له خوځنده ځواک څخه ډک دی او پکې زياتوالی راغلی دی چې دا د نړيوال اقتصاد لپاره ګټوره ده.هغه وويل (اواز...........)د نړيوال پولي صندوق د اټکل له مخې روان کال به د چين اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه اووه وي چې دا به د نړيوال اقتصاد لپاره ستر خدمت وي . تېر کال چين د څلورم صنعتي انقلاب د لارښوونې توان ښودلی دی.په ډېرو کليدي علمي او تخنيکي ساحو کې چين يو مشر ګرځېدلی دی.

له ٢٠٠٧ کال څخه د داوس دوبني فورم په وار سره په دا ليان او تيان جين ښارونو کې تر سره شو چې تر اوسه پورې لس کاله تېر شوي دي.اوس دغه فورم د کوربه ښار او ځايي سيمې د اقصادي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يو مهم ډګر ګڼل کيږي.

د لياو نينګ ولايت والي چن چيو فا په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د لياو نينګ ولايت زړه صنعتي اډه بلل کيږي.په دې وروستيو کلونو کې د چين مرکزي حکومت په وار سره يو لړ تدبيرونه نيولي چې له امله يې ښې نښې نښانې ښودلې دي،نو پر راتلونکی پرمختګ پوره باور لرم. هغه وويل (اواز........) اړوندې څانګې به د اقتصادي پرمختګ د کيفيت د لوړوالي ،د ٢٠٢٥ کال لپاره د لياو نينګ ولايت د عملياتي پلان د پلي کولو او د نويو تخنيکونواو انرژيو په وسيله د عنعنوي چارو د ښه والي لپاره ډېرې هڅې وکړي تر څو د عصري تجهيزاتو د اډې جوړونه چټکه کړي.

د داوس د روانې دورې په دوبني فورم کې علمي او تخنيکي نوښت ليدل کيږي.د دې فورم د جوړېدو په ځای کې يعنې د دا ليان د نړيوالې غونډې د مرکز دروازې پر وړاندې يوه بې پيلوټه الوتکه کېښودلې چې د الوتلو د دوام وخت يې نيم ساعت دی او د منځني او لنډ واټن لپاره جوړه شوې ترانسپورټي وسيله ده.

سربېره پردې د روبوټونو په هکله ګروپي بحثونه هم ډېر شوي دي.برخه والو په عمده توګه د مصنوعي ځيرک او ماشيني انسان،انسان او ماشيني انسان په هکله موضوګانو ته پاملرنه کړې او د دې فورم د جوړېدو په ځای کې يې د ماشيني انسان د جوړولو ازموينه تر سره کړې ده.

په نړۍ کې د عصري تخنيکي شرکت انفوسيس عمومي مديرې کالي کوپر خبريالانو ته وويل چې له تشکيلاتي کميټې سره يې د لومړي ځل لپاره ياده ازموينه تر سره کړې چې موخه يې د برخه والو له خوا له ساينس او تخنيکونو څخه خوند اخيستنه ده.هغې وويل (اواز......) په دې فورم کې هر تن د راتلونکي کارونو او د مصنوعي ځيرک او ماشيني انسان په باب بحث کوي .د دې ازموينې موخه د برخه والو له خوا ترې د خوند اخيستل دي.تر اوږد مهال بحثونو وروسته ګډون کوونکي ښايي ستړی شوي وي، نو د دې ازموينې د تر سره کولو له لارې د دوی ستړتيا له منځه وړلی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای