CRI Online

د ليبيا د تدجورا سيمې د سمندر پر غاړه ۲۵ جسدونه پيدا شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 15:13:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ليبيا د سرې مياشتې ټولنې د جون په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دې ټولنې کارکوونکو د ترابلس په ختيځ د ۳۰ کيلومترو په واټن کې د تدجورا سيمې د سمندر پر غاړه لږ تر لږه ۲۵ جسدونه پيدا شوي دي.

د ليبيا د سرې مياشتې ټولنې يو چارواکي وويل چې ياد کسان ناقانونه مهاجرين وو چې د بيړۍ له لارې اروپا ته تلل غوښتل او تر اوسه د دوی د مړينې لامل معلوم نه دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای