د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د اعتماد تدبير غونډې د غيرحکومتي فورم دوهمه ناسته د جون په ۲۸مه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې ناستې ته مبارکي وويله.
شي جين پينګ وويل، سږ کال د يادې غونډې د جوړېدو له ۲۵مې کاليزې سره برابر دی. له ۲۵ کلونو راهيسې دغې غونډې د اړوندو خواوو ترمنځ د تبادلې، متقابل اعتماد او همکارۍ د پياوړتيا لپاره يو ګټور ډګر برابر کړی او د اسيا او حتی د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو او ټاکلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی. له واقعيتونو څخه ښکاري چې د دې غونډې جوړول د سيمه ييز امنيت او پرمختګ لارې د لټولو په برخه کې د اسيايي هېوادونو له ګډې هيلې سره سمون خوري او د سولې، پرمختګ، همکارۍ او په ګډه برياليتوب د تر لاسه کولو په هکله له زماني تمايل سره هم سمون لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |