CRI Online

یو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-28 15:55:28
د افغانستان کرکټ بورډ د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ له سلو مصیبت ځپليو کورنيو سره د خوراکي او نورو اړينو توکيو مرسته وکړه .

دغه مرسته چې په يوه خيريه لوبه کې راټوله شوې وه، د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي مشاور تاج ملوک عالم ، د سپين غر زون مسول بختیار ساحل او د کونړ استازي صبغت الله حميد له لوري د نورستان ولايت مرکز پارون ته ولیږدول شوه.

د کرکټ بورډ تخنيکي مشاور تاج ملوک عالم په وينا، په دغه مرستو کې ۱۱ قلمه خوراکي او نور اړين توکي شامل دي .

نوموړي زیاته کړه چې دا د ولسونو مرسته وه ، چې افغانستان کرکټ بورډ له لوري د يوې خيريه سيالۍ له لارې راټوله او د نورستان مصیبت ځپليو خلکو ته يې راورسوله .

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د کرکټ بورډ له مشرتابه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې دا مرسته به اړمنو خلکو ته چې په برګمټال ولسوالۍ کې دي ورسوي

شکرالله عاطف مشعل: د بشپړ غړیتوب له دریځ څخه به په خورا مسلکي ډول ساتنه کوو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی او عملیاتي رئیس فیروز خان لایز په لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې له ګډون او د بشپړ غړیتوب د دریځ له ترلاسه کولو وروسته نن کابل ته راورسیدل.

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د کرکټ پخوانیو چارواکو، د هوایي ډګر مشرتابه، دولتي مامورینو، د کرکټ پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو، د کرکټ مینه والو او د رسنیو همکارانو د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه تود هرکلی وکړ.

د هرکلي د مراسمو په تعقیب په خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د خپلو خبرو په ترڅ کې د کرکټ بورډ له پخوانیو مسئولینو مننه وکړه چې د ډیرو زحمتونو په ګاللو سره یې کرکټ په افغانستان کې پیل کړ. نوموړي وویل چې، "موږ د ټولو رایو په ترلاسه کولو سره د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ. زه ددغې سترې لاسته راوړنې مبارکي د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې غړو، د کرکټ د بورډ غړو، خپل اداري ټیم، پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو، د کرکټ مینه والو او هیوادوالو ته وایم. موږ تر دغه تاریخي پړاوه د رارسیدو لپاره د زړه له کومې کار وکړ او د بشپړ غړیتوب له دریځ څخه به په خورا مسلکي ډول ساتنه کوو."

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي په خپلو خبرو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیتوب د دریځ د ګټو او ټولو اړخونو په اړه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي هم په خپلو خبرو کې د کرکټ د پخوانیو غړو، پخوانیو لوبغاړو او اداري ټیم څخه مننه وکړه چې د دایمي غړیتوب هیلې یې په حقیقت واړولې او افغانستان د نړۍ د کرکټ د غوره غړو په کتار کې شامل شو.

د ښځينه کرېکټ نړيوالې اتلولۍ لومړنۍ لوبه پيل شوه

انګلستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د ښځو ۲۰۱۷ نړیوال جام سياليو لومړۍ چې لوبه د انګلستان او هند تر منځ ده په کې د انګلستان په ډابري کې پيل شوه.

انګلستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د ښځو نړیوال جام سږ کال سياليو کې اته هېوادونه اسټرالیا، انګلستان، نيوزيلنډ، ویسټ انډیز، هند، سویلي افریقا، پاکستان او سريلاکا لوبې کوي.

د کرېکټ نړېوالې شورا د لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لپاره خپل حساب له ۲ میلیون امریکايي ډالرو پیل کړ چې د تېر نړیوال جام پرتله لس ځله ډېر دی. کټونکې لوبډله له ځانه سره د ۶۶۰٫۰۰۰ ډالرو چک وړي او دوهمه لوبډله ۳۳۰٫۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي. ان د ډله ییزې سیالۍ غړي هم ۲۰٫۰۰۰ ډالر لاس ته راوړي.

پخواني سیالان هند او پاکستان به د جولای پر دوهمه له یو بل سره سیالي کوي. سره له دې چې هند غښتلی ښکاري خو پاکستان ته هم باید په کمه سترګه و نه کتل شي.

په ۲۰۱۳ کال کې استراليا د ښځينه کرېکټ اتلولي ګټلې وه.

ټاکل شوې دغه سيالۍ به دانګلستان او وېلز په پنځو لوبغالو کې وشي او وروستۍ هغه به په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای