CRI Online

لي که چيانګ د داووس فورم له استازو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-29 09:22:49

د چين نړيوال راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون په اته ويشتمه نېټه د داليان ښار د نړيوالو غونډو په مرکز کې د دوه زره او اوولسم کال د داووس د دوبني فورم له استازو سره وکتل.

لي که چيانګ وويل، په دې وروستيو کلونو کې، چين په هر اړخيز ډول د اصلاحاتو د ژورتيا تر څنګ د مالياتو کموالي له لارې پر شرکتونو فشارونه کم کړي دي چې په دې رڼا کې ګڼ شمېر نوي بازاري عناصر او مسلکونه رامنځته شوي دي او دا د چين د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو لپاره خوځنده قوت دی. موږ به په راتلونکې کې په پر له پسې ډول د تجارت د اسانه کېدو تدبيرونه وړاندې کړو، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د بهرنيو سوداګرو، پانګو او شرکتونو د ګډون هرکلی کوو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای