CRI Online

د چين د چټکې ليږدونې په وسيله د توکو اندازه په نړۍ کې په سلو کې څلوېښت برخه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-29 10:50:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د چټکې ليږدونې ټولنې مشر ګاو هونګ فنګ د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه په چنګ دو ښار کې د ٢٠١٧ کال لپاره د مالونو ليږدونې په نړيوال فورم کې وويل چې تېر کال په چين کې د چټکې ليږدونې په وسيله د ليږدول شويو توکيو اندازه درې دېرش مليارډو ته رسيدلی چې دغه شمېر په نړۍ کې په سلو کې څلوېښت برخه نيولې ده. په همدې کال کې ترې اخيستل شوې ګټې له څلور سوو مليارډو يوانو څخه اوښتې دي.اړوندو تصديو هم د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د عملي کولو په بهير کې د برخې اخيستنې ګامونه چټک کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې که څه هم د چين د چتکې ليږدونې چارو د پيل وخت ناوختی ګڼل کيږي، خو تر دېرشو کلونو وروسته يې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او د ليږدول شويو توکو اندازه په مسلسلو کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی او د مصرف او استخدام د پرمخبيولو په برخو کې يې مهم رول لوبولی دی او لوبوي يي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای