CRI Online

د چين استازي د د ډله ييزې وژنې وسلو د خپرېدو د مخنيوي په اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-29 10:58:50

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د جون په ۲۸مه نېټه د م م امنيت شورا يوه مباحثوي غونډه تر سره کړه چې اصلي موضوع يې د غير دولتي وسايلو له لارې د ډله ييزې وژنې وسلو د خپرېدو مخنيوی و. په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي په دې غونډه کې وويل، چې د ډله ييزې وژنې وسلو د پراخوالي مخنيوی له نړيوالې سولې، امنيت او ثبات سره تړاو لري، او د نړيوالې ټولنې په وړاندې ګډه ننګونه او مهمه دنده هم ده. په دې اړه يې څلور فقره ييز وړاندې وکړ. لومړی، بېلا بېل هېوادونه بايد د سياسي نظريو يووالي ته ورسيږي او د ترهګرۍ او د وسلو د پراخوالي روزنيزه ځمکه له منځه يوسي. دوهم، د هېوادونو مسئوليت بايد پياوړی شي او د ډله ييزې وژنې وسلو د پراخوالي دفاعي کرښه بايد جوړه شي. درېيم، نړيواله همکاري بايد ژوره شي. څلورم، په عين وخت کې بايد ډول ډول تدبيرونه عملي شي، د امنيت شورا د ۱۵۴۰م نمبر پريکړه ليک بايد په پوره توګه پلی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای