د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د جون په ۲۹مه نېټه غرمه هانکانګ ته ورسيد، هغه به د جولای په لومړۍ نېټه بېرته چين ته د هانکانګ د ستنېدو شلمې کليزې د لمانځنې په غونډه او د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د پنځمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او له هانکانګ څخه به ليدنه وکړي.
د شي جين پينګ دغه سفر لوړه پاملرنه راجلب کړې، له ۱۶۰ نه زياتو چيني او بهرنيو خبريالانو په هوايي ډګر کې د نوموړي انتظار کاوه. شي جين پينګ حاضرو خبريالانو ته سلامونه وويل او د دوی له لارې يې د هانکانګ ښاريانو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې. شي جين پينګ وويل، چې د ده سفر ۳ موخې لري چې لومړی د نيکو هيلو څرګندول دي. د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د جوړېدو د شلو کلونو راهيسې د هانکانګ له خوا تر لاسه شويو برياليتوبونو ته مبارکي وويله او د لا سمسورتيا هيله يې وړاندې کړه. دوهم، د ملاتړ څرګندول دي. د تېرو شلو کلونو راهيسې مرکزي حکومت تل د هانکانګ د پرمختګ ټينګه تکيه ده، په پر له پسې توګه به د هانکانګ د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي ملاتړ وکړي، او د هانکانګ له بېلا بېلو برخو سره به په يو هېواد کې د دوو نظامونو د تګلارې ثبات وساتي.
شي جين پينګ وويل، سترګې په لار دي چې پخپله د هانکانګ نوي بدلونونه وګوري، باور لري چې په هانکانګ کې يو لړ فعاليتونه به د هانکانګ د ابادۍ او پرمختګ په اړه زموږ ډاډ ټينګ کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |