CRI Online

د داوس دوبنی فورم ګډون کوونکو په څلورم صنعتي انقلاب کې د احاطه کوونکي پرمختګ د عملي کېدو په اړه خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-29 15:25:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷کال د داوس دوبنی فورم د چين په دا ليان ښار کې روان دی. د دې فورم عنوان په څلورم صنعتي انقلاب کې د احاطه کوونکي پرمختګ عملي کېدل دي. د جون په اته ويشتمه نېټه ځينو ګډون کوونکو د دې عنوان په هکله خبرې اترې وکړې. دوی په عمده توګه په دې اړه سلامشورې وکړې چې څنګه کولای شي چې زيات کسان د اقتصادي پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټې واخلي، نه لږ کسان .

د اقتصاد احاطه کوونکی پرمختګ د اسيا د انکشافي بانک لخوا په ۲۰۰۷کال کې وړاندې شو او په وروستيو کلونو کې دغه څرګندونه څو څو ځلې د چين په کورنيو او بهرنيو تګلارو کې او نړۍ ته د چين په وړاندې نظريو کې ليدل کېدله او اوس د زياتره هېوادونو ګډه نظريه ګرځېدلې ده. د چين د لانګ چاو په نوم د شرکت مشر سون پي شو وويل، احاطه کوونکی پرمختګ يعنې د فرصتونو او مساواتو غوښتنه ده. د مثال په توګه، وګړي بايد په برابره توګه د اقتصادي پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټه واخلي او ټولنه او اقتصاد بايد په دوامداره او همغږۍ توګه پرمختګ ومومي. د سون پي شو په اند، ډيجيټل اقتصاد د اقتصاد د احاطه کوونکي پرمختګ د عملي کېدو لپاره کيلي ده. هغه وويل

((د اقتصاد د احاطه کوونکي پرمختګ د عملي کولو لپاره بايد د مالوماتو په مرکز زمينه او د غټو مالوماتو د استخراج ډګر جوړ شي. دغه راز هر څوک په برابري توګه دې ډګر کې ګډون کولای شي. بله خوا تصدۍ بايد د مالوماتو د شريکولو او خلاصولو په ترڅ کې د چاپېريال ساتنې او مصنوعي ځيراک په برخو کې لا زيات کوښښونه ترسره کړي. فکر کوم دا د احاطه کوونکي پرمختګ دوه عمده برخې دي. ))

له بېوزلۍ سره د مرستې په اړه د چين د صندوق مرستيال اجراييوي مشر وانګ هانګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د احاطه کوونکي پرمختګ معنا دا ده چې د اقتصادي ابادۍ تر څنګ د زيان منونکو ډلو ګټې بايد تضمين شي. ده وويل

((فکر کوم چې احاطه کوونکی پرمختګ د اقتصادي پرمختګ سره په عين وخت کې د مساواتو مسئلې ته هم پاملرنه کوي. د ټولنې له لحاظه، شتمن شوي وګړي بايد له بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي. د حکومت له لحاظه، دولت بايد د بېوزلو وګړيو د پرمختګ لپاره ګټوره تګلاره وټاکي، په تېره بيا د ټول هېواد په ساحه کې د بېوزليتوب د له منځه وړلو لپاره تګلاره. زما په اند، چين په دې برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.))

د سږني داوس فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين صدراعظم لي که چيانګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې روزګار د احاطه کوونکي پرمختګ بنسټ دی. که پوره روزګار موجود نه وي، احاطه کوونکی پرمختګ نه شي عملي کېدای او د وګړيو د عايداتو زياتوالی او د ټولنې شتمنۍ به هم بې بنسټه وي.د هند د جنوبي اسيا د سوځونکو ګازو د شرکت مشر سوبوده کومار جاين وويل، هغه د احاطه کوونکي پرمختګ لپاره د روزګار د ستر اهميت په اړه ژور احساسات لري. احاطه کوونکی پرمختګ د هند په مخ هم يوه ننګونه ده او د روزګار زياتوالی د دې مسئلې د حل لپاره يو کليدي ګام دی.

((فکر کوم کله چې موږ په کوچنيو ولسواليو او کليوالو سيمو کې د روزګار د هڅولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسو، احاطه کوونکی پرمختګ به عملي شي . موږ بايد يوازې د نوې نړۍ او د انټرنيټي تکنالوژۍ نړۍ په ښکلې بڼه کې ډوب نه شو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای