CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت روسيې او جرمني ته د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر او د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د هغه د ګډون په هکله خبری ناسته ترسره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-29 20:22:52

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۹ مه نېټه روسيې او جرمني ته د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر او د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د هغه د ګډون په هکله خبری ناسته ترسره کړه.

شي جين پينګ به د جولای له درېيمې نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي او د ليدنې په ترڅ کې به له ولسمشر ولاديمير پوټين سره خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو لوری او موخې به وټاکي، يوه ګډه اعلاميه به خپره کړي او له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د چين او روسيې ترمنځ د دوستانه همکارۍ تړون د پلي کولو پلان به تصويب کړي.

شي جين پينګ به د جولای له څلورمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې جرمني ته رسمي سفر وکړي او د سفر په ترڅ کې به له ولسمشر ستېنمير سره وګوري او له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره به خبرې اترې وکړي.

د شلو هېوادونو ډلې دوولسمه سرمشريزه غونډه به د جولای له اوومې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې د جرمني په هامبورګ کې ترسره شي، شي جين پينګ به په دغه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او د نړيوالې اقتصادي ودې او همکارۍ په هکله به د چين نظرونه بيان کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای