CRI Online

شي جين پينګ د هانکانګ له رئيس او نورو چارواکو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-29 21:20:23

د چين د دولت رئيس شين جين پينګ د جون په ۲۹ مه نېټه په هانکانګ کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې له رئيس ليانګ جن ينګ او د هانکانګ د ادارې، د قوانينو جوړولو او عدلي ارګانونو له مسئولينو سره وکتل.

شين جين پينګ د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د رئيس په توګه د ليانګ جن ينګ د پنځو کلونو کارونه وستايل او هيله يې وښوده چې هغه په مداومه توګه د هانکانګ او هېواد لپاره چوپړ وکړي او "د يو هېواد او دوو نظامونو" چارو او د هېواد د ودې لپاره به هڅې وکړي.

شي جين پينګ په همدې ورځ د هانکانګ له ادارې، د قوانينو جوړولو او عدلي ارګانونو له مسئولينو سره هم وکتل او دې ته يې په اشارې سره وويل، چې " يو هېواد او دوه نظامونه" په هانکانګ کې په بريالې توګه پلې شوی. که څه هم هانکانګ د اسيا له پولي بحران او نورو ننګونو سره مخامخ شوی وو، خو لاهم سمسورتيا او ثبات يې ساتل شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای