د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۲۹مه نيټه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو له افغانستان سره د مرستې په اړه د ناټو په دنده کې د ښکيلو هېوادونو له استازو سره يوه غونډه ترسره کړه. د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبيرګ تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د ناټو د پوځونو د ميشتولو وخت تر ۲۰۱۷ کال وروسته هم وغځېږي.
ستولتنبيرګ وويل، اوس د ناټو د غړو په شمول ۳۹ هېوادونه له افغانستان سره مرسته کوي او په افغانستان کې د سرتيريو شمېر يې له ۱۳ زرو څخه زيات دی. د ناټو پوځي ادارې غوښتنه وکړه چې بايد افغانستان ته څو زره سرتيري وليږدول شي او په ياده غونډه کې ګډون کوونکو له دې سره موافقه کړې ده.
ستولتنبيرګ وويل، افغان امنيتي پوځ د خپل هېواد د خونديتوب د ساتلو دنده پر غاړه اخيستې، خو د افغانستان امنيتي وضعيت لا هم سخت دی. په دې وروستيو مياشتو کې څوسوه بې ګناه عام وګړي وژل شوي دي، نو ناټو به په افغانستان کې د پوځونو د ميشتولو وخت تر ۲۰۱۷ کال وروسته هم وغځوي.(هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |