د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې بيرته هېواد ته د هانکانګ د رستنېدو د شلمې کاليزې د نمانځنې په فعاليت کې ګډون لري، د جون د ۳۰مې نېټې په سهار په هانکانګ کې د ميشتې اردو د ګارد د احترام مراسم وکتل.
څه دپاسه ۳۱۰۰ سرتيريو او څه دباندې سلو وسلو او تجهيزاتو په يادو مراسمو کې برخه واخيستله او د هانکانګ څه دپاسه ۴۰۰۰ مېلمنو دغه مراسم وليدل. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |