د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دوه زره او اوولسم کال د داووس دوبني فورم برخوالو دې ته اشاره وکړه چې اصلاحات د چين د اقتصاد تر ټولو ستر پټ قوت دی. د دولتي تصديو اصلاحات نوي بهير ته رسېدلي، د مالي اصلاحاتو نقشه هم څرګنده ده، د چين د اقتصادي پرمختګ حالات ښه دي او اينده يې روښانه ده.
د لانګ چاو کړۍ مشر سون پي شو وويل، د اقتصادي پرمختګ عمده حالات د اصلاحاتو له امله ثابت دي، اقتصادي جوړښت په ژوره توګه بدل شوی. نوښت او هڅوونکی پرمختګ رامنځته شوی، پانګونې هم په سالمه او ثابته توګه لګول شوې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |