CRI Online

فان شيو لي تای په هانکانګ کې په يوه هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلی کوکېدو په هکله نظرونه څرګند کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-30 15:36:04

د جولای لومړۍ نېټه بېرته هېواد ته د چين د هانکانګ د راتګ له شلمې کاليزې سره برابره ده. په تېرو شلو کلونو کې په يوه هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلي کولو له امله په هانکانګ کې سمسورتيا او ثبات او د خلکو نيکمرغه ژوند تامين شوی دی.د دې کاليزې د رارسيدو پر مهال زمونږ خبريال د هانکانګ د قانون جوړونکې کميټې د لومړۍ دورې له رئيسې او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې غړې فان شيو لي تاې سره مرکه کړې.

مېرمن فان شيو لي تاې د شلو کلونو نه مخکې د جولای لومړۍ نېټه ياده کړه او په همدې ورځ يې د هانکانګ د قانون جوړونکې کميټې د لنډمهالې رئيسې په توګه د دې کميټې د غړو په مشرۍ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ،خو له دې مراسمو نه مخکې هغه پر دې انديښمنه وه چې په چيني ژبه د سوګند خوړلو پر مهال به يې خپل تلفظ سم نه وي.هغې وويل(اواز.........) د لوړې مراسمو نه مخکې د قانون جوړونکې کميټې يو غړي را ته وويل چې په چيني ژبه ستا تلفظ سم نه و چې په پايله کې مې د لوړې په مراسمو کې پر خپلې وينا باور نه درلود.خو تر دې مراسمو وروسته زما د سترې برخې دوستانو را ته وويل چې چلند مې ښه و او تلفظ هم سم و .

تر هغه وروسته فان شيو لي تای د لنډمهالي قانون جوړونکې کميټې د رئيسې په توګه وګومارل شوه. په ١٩٩٨ کال کې د هانکانګ د لومړۍ دورې د قانون جوړونکې کميټې ټاکنې تر سره شوې چې له امله فان شيو لي تای په مسلسلو دريو دورو کې د دې کميټې د رئيسې په توګه وټاکل شوه. له ٢٠٠٨ کال څخه تر اوسه پورې هغې د چين د ملي ولسي ګانګرس د دايمي کميټې غړې په توګه خپله دنده پر غاړه اخيستې او په راتلونکې به هم همدادنده پر غاړه ولري.نو هغه په هانکانګ کې په يوه هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلي کولو عينې شاهده ده او په دې اند ده چې ياده تګلاره د دې سيمې د سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره بنسټ دی.هغې وويل (اواز...........) که په يوه هېواد کې دوه ټولنيز نظامونه نه وای پلی شوي، نو په هانکانګ کې پرمختګ نه و رامنځته شوی.هانکانګيان له پانګوالي نظام او ډېرې ازادې سره عادي کيږي، نو په يوه هېواد کې دوه ټولنيز نظامونه مونږ ته د اړتيا وړ شيان برابروي.له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠١٧ کاله پورې په هانکانګ کې د هر تن په سر عايد له ٢٥ زرو څخه ٤٤ زرو هانکانګي ډالرو ته لوړ شوی او نفوس يې له شپږ مليونو او درې لکو تنو څخه اوو مليونو او څلور لکو تنو ته زيات شوی دی.نو ځکه ويل شو چې هانکانګ د پرمختګ په لور روان دی.

هغې د شل کلن پرمختګ د يادونې په ترڅ کې وويل چې په يوه هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د تګلارې په رڼا کې مرکزي حکومت چې له هانکانګ سره ډېرې مرستې کړې او کوي يې چې نه يوازې د بحران د رامنځته کېدو پر مهال يې له هانکانګ سره مرستې وکړې بلکې هانکانګ ته يې ډېر فرصتونه هم برابر کړي دي.هانکانګ ته د مرکزي حکومت د پاملرنې لامل په هانکانګ کې د سمسورتيا او ثبات او د خلکو د نيکمرغه ژوند ساتل دي.

د هغې په اند تر اوسه پورې په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلي او عملي کولو له امله ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.خو د هانکانګ په دننه کې د ځينو بدو عواملو د شتون له امله د پرمختګ لپاره خنډونه هم رامنځته شوي دي. هغې د هانکانګ د راتلونکې د يادونې پر مهال وويل چې په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د برياليتوب بنسټ دا دی چې هانکانګيان بايد د دې تګلارې پر مهم اهميت ښه پوه شي او په راتلونکې کې به د ټولې سمسورتيا او پرمختګ پر هغه مخکني شرط ټينګار وکړي چې يوه هېواد دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای