CRI Online

شي جين پينګ په هانکانګ کې د ميشتې اردو د ګارد د احترام مراسم وکتل(نوی شوی)

cri     (GMT+08:00) 2017-06-30 15:11:14
شي جين پينګ په هانکانګ کې د ميشتې اردو د ګارد د احترام مراسم وکتل

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۳۰مه نيټه په هانکانګ کې د چين د ازادۍ بخښونکی پوځ د ميشتې اردو د ګارد د احترام مراسم وکتل. په همدې ورځ د سهار په نهو نيمو بجو ياد مراسم په هانکانګ کې ترسره شول. شل قطعې چې له څه دپاسه ۳۱۰۰ سرتيريو او څه دباندې پر سلو وسلو او تجهيزاتو سمبالې وې، په دغو مراسمو کې برخه واخيستله.

په هانکانګ کې د ازادۍ بخښونکي پوځ ميشته اردو د مرکزي حکومت لخوا هانکانګ ته ليږدول شوې او د هانکانګ دفاعي دنده پر غاړه لري. دغه اردو د ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو لخوا جوړه شوې ده.

شي جين پينګ د جون په ۲۹مه نيټه هانکانګ ته ورسېد او د راتلونکې جولای په لومړۍ نيټه به بيرته هېواد ته د هانکانګ د رستنېدو د شلمې کاليزې د نمانځنې په فعاليت کې او د هانکانګ د پنځمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. هغه به له هانکانګ څخه هم ليدنه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای