CRI Online

چين به په دوامداره او فعاله توګه د ايران د ذروی مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د تطبيق په بهير کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-30 16:26:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د جون په ۲۹مه نيټه وويل،چين به په دوامداره او فعاله توګه د ايران د ذروی مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د تطبيق په بهير کې ګډون وکړي.

امنيت شورا په همدې ورځ د ايران د ذروي مسئلې په اړه يوه غونډه جوړه کړه. وو های تاو په دې غونډه کې وويل، له څه دباندې يو کال راهيسې، د هراړخيز تړون د تطبيق عمومی حالت ثابت دی او اوسنی بېړنی کار د دې تړون تطبيق ته دوام ورکول دي.

نوموړي وويل، اړوندې خواوې بايد د هراړخيز تړون د تطبيق ستر اهميت وپېژني، دغه تړون په سياسي توګه د سيمه ييزو موضوعاتو د حل و فصل لپاره يوه بريالی نمونه ده. د تطبيق په ترڅ کې به هرومرو ځينې ستونزې او ننګونې رامنځته شي، اړوندې خواوې بايد د عمومي وضعيت له لحاظه بهرنۍ لاسوهنې له منځه يوسي او د دې تړون د تطبيق د راتلونکې په هکله دې باور پياوړی کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای