CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د زراعتي توليداتو د څارنې له معيار سره سمون لرونکی انډول ۹۷.۶ سلنه دی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-30 16:31:13

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کرنيزو چارو وزير هانګ چانګ فو د جون په ۲۹مه نيټه وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د زراعتي توليداتو د کيفيت څارنې له معيار سره سمون لرونکی انډول ۹۷.۶ سلنې ته رسېدلی چې په ښه لورې روان دی.

وزير هان چانګ فو وويل، په دې وروستيو کلونو کې د بېلا بېلو کچو زراعتي ادارو د زراعتي توليداتو د ميعاري توليد او د کيفيت څارنې په دواړو برخو کې ډېر کوښښونه کړي او د زراعتي توليداتو کيفيت او امنيتي سويه د پر له پسې پرمختګ په حال کې ده. د لومړۍ ډلې ۱۰۷ ولسوالۍ د دولت په کچه د زراعتي توليداتو د کيفيت معياري ولسوالۍ ټاکل شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای