CRI Online

بېجينګ به د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره د تکنالوژۍ منځپانګه زياته کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-30 16:38:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،څو ورځې مخکې د بېجينګ د تکنالوژۍ کمېټې مدير شو چيانګ وويل، بېجينګ به د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو او د معيوبينو لوبو د تياريانو په ترڅ کې د تکنالوژۍ منځپانګه زياته کړي.

هغه وويل، لومړی به د اولمپيک د ژمنيو لوبو د بنسټيزو تاسيساتو او د زمينې د جوړولو په برخه کې په عمده توګه پاکې انرژۍ وکارول شي. دوهم به د دغو لوبو د ترسره کېدو په بهير کې د نوې انرژۍ موټرونه تر بشپړ پوښښ لاندې راشي. دريېم به د ستډيومونو د جوړولو په بهير کې نوي مواد او نوې تکنالوژۍ وکارول شي چې د انرژۍ سپما او د چاپېريال ساتنې کوي. له دې نه پرته، د نوار تکنالوژۍ ښايي د مصنوعی خدمت پر ځای به دغو لوبو کې خپرې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای