د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په ۳۰ مه نېټه وويل، د چين د مرکزي حکومت او د سترې برخې تر ملاتړ لاندې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې په بېلابېلو چارو کې پرمختګونه ترلاسه شوي . هانکانګيان او هېوادوال په هانکانګ کې په بريالي ډول د "يو هېواد او دوو نظامونو" په پلې کېدو او د هانکانګ په سمسورتيا او ټولنيزې ارامۍ راضي دي او ترې خوشحاله دي.
لوکانګ وويل، له ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په هر کال کې د هانکانګ د توليداتو په عمومي ارزښت کې ۳.۲٪ زياتوالی راغلی او په پرمختللو اقتصادونو کې مخکښ ځای نيسي. په وروستيو کلونو کې په هانکانګ کې د بې کارۍ انډول تر ۳.۵٪ کم دی او د نړۍ تر منځنۍ سويې ۵٪ کم دی. د اقتصادي ازادۍ د کچې په نامه د امريکا د لرغوني صندوق لخوا خپور شوي رپوټ کې هانکانګ د مسلسلو ۲۳ کلونو لپاره د نړۍ تر ټولو ازادې اقتصادي ډلې په توګه ټاکل شوی دی. دغه راز د ۲۰۱۷ د نړۍ د سيالي توان په نامه رپوټ کې چې د سويس د لاسان اداري پوهنځي لخوا خپور شوی ، هانکانګ د مسلسلو دوو کلونو لپاره د نړۍ تر ټولو سيالي توان لروونکې اقتصادي ډلې په توګه ټاکل شوی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |