په دې هکله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تايوان ته د ۱۴۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهيزاتو د پلورلو پريکړه کړې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لوکانګ د جون په ۳۰ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده، تايوان ته د امريکا لخوا د وسلو پلور د نړيوال قانون، د نړيوالو اړيکو او د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو له بنسټيزو اوصلو څخه سرغړونه ده او د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټې زيانمنې کوي. چين په کلکه له دې سره مخالفت کوي، هيڅوک د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په اړه د چين ټينګ هوډ نه شي بدلولای، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې دغه پلان لغوه کړي، له تايوان سره پوځي اړيکې ودروي او د چين او امريکا ترمنځ اړيکو او همکاريو ته د نورو زيانونو مخه ونيسي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |