د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۳۰ مه نېټه په هانکانګ کې ميشت د چين د ملي ازادۍ له بخښونکي پوځ څخه د ليدنې پرمهال وويل، بايد د نوي پيل په ټکي کې په هراړخيزه توګه په هانکانګ کې د ميشت پوځ چارې پياوړې شي، په ټينګه سره دې "يو هېواد او دوه نظامونه " او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې اساسي قانون او د ميشت پوځ قانون پلې شي او ملي حاکميت، امنيت ، وده او د هانکانګ سمسورتيا او ارامي دې وساتل شي.
شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې په هانکانګ کې ميشت پوځ د ملي حاکميت ښکارندويي کوي، د يو هېواد او دوو نظامونو مهم ساتونکی قوت دی او د هانکانګ د سمسورتيا او ارامي د ساتلو مهم بنسټ هم دی، نو دغه پوځ بايد په ښه توګه خپله مقدسه دنده ترسره کړي
.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |