شی جین پینګ د هانګ کانګ د بیلابیلو برخو له استازیو سره ملاقات وکړ
د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د جون میاشتې په ۳۰ نیټه له غرمې وروسته په هانګ کانګ کې د بیلابیلو برخو له استازیو سره ملاقات وکړ او یوه مهمه وینا یې وکړه.
شي جین پینګ وویل چې برخه وال استازي د هانګ کانګ د ټولنې او اجتماع وتلي کسان دي چې له اوږدې مودې راهیسي دې په خپل وطن کې د هانګ کانګ د بیرته بیا ګډون او سمسورتیا د ساتلو لپاره او دغه راز د وطن د اصلاحاتو او ورخلاصون او عصري کیدو لپاره دې ستر خدمتونه کړي دي. هغه دوي ته د زړه له کومې مننه او لوړه قدرداني وړاندې کړه.
د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې نایب دونګ جیان هوا، د هانګ کانګ د ځانګړې ادارې سیمې چارواکی لیانګ جن ینګ او منتخبه چارواکې لین جنګ یو هه په یاده غونډه کې هم ګډون کړی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |