CRI Online

شي جين پينګ په هانکانګ کې د هرکلي په مېلمستيا کې يوه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-01 10:40:11

د سينوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۳۰مې نېټې په شپه د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د حکومت له خوا د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. رئيس شي پر دې ټينګار وکړ چې د تېرو شلو کلونو راهيسې د ‍(( يو هېواد او دوو نظامونو )) پاليسۍ د پلې کيدو بهير د يو بوزغلي د روزلو او حاصلولو په شان دی. موږ بايد پر خپل ځان، هانکانګ او دولت باور ولرو، د (( يو هېواد او دوو نظامونو )) پاليسۍ د پلې کيدو اراده به بدله نه شي او هوډ به يې نه ماتيدونکی وي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې هانکانګ ډېر ښه شرايط او ځانګړی غوره والی لري او د نړيوالو پولي چارو، سمندري ټرانسپورټ او سوداګرۍ مهم مرکز دی، د چين د عمده برخې او نړيوالو بازارونو سره د نښلولو مهم پل دی او د چين د وارداتو او صادراتو خدمتي ډګر دی. هانکانګ يوازې خپل غوره والی کاروي او پياوړی کوي، د نړيوال کېدو په بهير او سيمه ييزې همکارۍ کې فرصتونه او پرمختګ تر لاسه کولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای