د جولای په لومړۍ نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بېرته چين ته د هانکانګ د راستنېدو د شلمې کليزې د لمانځنې په غونډه او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د پنځمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.
رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين مرکزي حکومت به په ټينګه او نه ماتيدونکي ډول د (( يو هېواد او دوو نظامونو)) پاليسي عملي کړي او دا به تامين کړي چې دغه پاليسي په پوره توګه په هانکانګ کې پلې شي او پکې د بدلون او لاسوهنې شونتيا نشته.
هغه وويل، چې د (( يو هېواد او دوو نظامونو )) پاليسي د هانکانګ د خلکو له ګټو سره سمون لري او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره ګټوره ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |