CRI Online

شي جين پينګ بېرته چين ته د هانکانګ د راستنېدو شلمې کليزې د لمانځنې په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-01 13:40:52

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه بېرته چين ته د هانکانګ د راستنېدو د شلمې کليزې د يادونې له ورځې سره برابر ده. د لومړۍ نېټې په سهار، بېرته وطن ته د هانکانګ د راستنېدو د شلمې کليزې د لمانځې غونډه او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د پنځمې دورې حکومت د لوړې مراسم د هانکانګ د نندارتون په مرکز کې تر سره شول، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه او مراسمو کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه. شي جين پينګ وويل، چې د چين حکومت د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ په پلي کولو کې پر دوو ټکو ټينګار کوي چې لومړی، د دې پاليسۍ پلې کول ټينګ او نه بدلېدونکي دي. دوهم، دا به تامين شي چې په هانکانګ کې د دې پاليسۍ عمل کول تل په مناسب لور پرمختګ کوي.

د سهار په نهو بجو د لمانځنې غونډه او د لوړې مراسم په رسمي توګه پيل شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر څارنې لاندې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د پنځمې دورې حکومت مشرې کاري لام چنګ يويت نګور لوړه وکړه. ورپسې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د حکومت عمده چارواکو او د اداري شورا غړو په جلا جلا توګه لوړه وکړه.

ورپسي شي جين پينګ يوه وينا وکړه. هغه وويل، چې د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسي د هانکانګ مسئلې د حل ډېر ښه طرحه ده او د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو تر ټولو ښه ترتيب دی. دغه پاليسي ساری نه لري، نو ضرورت دی چې په عملونو کې پرمختګونه وموندل شي. شي جين پينګ په راتلونکي کې په هانکانګ کې د يادې پاليسې د لا ښه پلې کېدو په اړه ۴ فقره ييز وړانديز وکړ چې د يو هېواد او دوو نظامونو ترمنځ اړيکو ته بايد په مناسبه سترګه وګورو، پر اساسي قانون او بنسټيز قانون بايد ټينګار وکړو، پرمختګ ته بايد لومړيتوب ورکړو، همغږي او ثابت ټولنيز چاپيريال بايد وساتو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای