د هانکانګ په هوايي ډګر کې د خدای پامانۍ مراسم
د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جولای د لومړۍ نېټې په غرمه په هانګ کانګ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بېلا بېل فعاليتونه پای ته ورسېدل او د ځانګړې الوتکې له لارې له هانګ کانګ څخه بېرته بېجينګ ته راستون شو.
د جون د ۲۹مې نېټې په غرمه رئيس شي هانګ کانګ ته ورسېد.هغه په هانګ کانګ کې بېرته چين ته د هانکانګ د راستنېدو شلمې کليزې د لمانځنې په غونډه کې يعنې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د پنځمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د حکومت له خوا د هرکلي په مېلمستيا او هنرې ماښامنۍ غونډه کې يې ګډون وکړ.رئيس شي په جلا جلا توګه له تونګ ديسيم وارينګين،ليونګ چون اينګ او کاري لام چنګ يويت نګور او د هانګ کانګ د ادارې ،د قوانينو جوړولو او عدلي ارګانونو له مسئولينو سره وکتل.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |