CRI Online

د چين د شي شه ټاپوګانو سمندري قلمرو ته د امريکا د پوځي بېړۍ بې له اجازې نه ننوتل سياسي او پوځي لمسون دی

cri     (GMT+08:00) 2017-07-03 11:41:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په دوهمه نيټه وويل، د امريکا د ستيسټم په نوم پوځی بېړۍ بې له اجازې نه د چين د شي شه ټاپوګانو سمندري قلمرو ته ننوتلې، د چين پوځي بېړۍ او جنګي الوتکې دغه امريکايي بېړۍ وشړله.

نوموړي وويل، د شي شه ټاپوګان د چين قلمرو دی. د امريکا دغو کړنو د چين په ملي حاکميت تيری کړې او سخت سياسی او پوځی لمسون دی. چين له دې سره سخت مخالفت کوي. اوس د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو په ګډو کوښښونو سره، د جنوبي سمندر وضعيت ګام په ګام ارام شوی. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه دغه شان لمسونکی کړه وړه ختم کړي. چين به د خپل حاکميت او امنيت د ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای