د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په درېيمه نېټه د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله له بېجينګ څخه وخوځېد چې د روسيې د ولسمشر پوتين او د المان د ولسمشر فرنک والتير ستېنمير او لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په بلنه دغو دوو هېوادونو ته سفر وکړي. برسيره پر دې به رئيس شي د جرمني په هامبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په دوولسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.
د شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان او د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی وانګ هو نينګ او د چين مرستيال صدراعظم وانګ يانګ په شمول جګپوړي مامورين له شي جين پينګ سره ملګرتيا کوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |