CRI Online

شي جين پينګ له ټرمپ سره ټلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-03 14:41:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولای د درېيمې نيټې په سهار، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د شلو هېوادونو ډلې د هامبورګ سرمشريزې غونډې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، په مارالګو کې له ولسمشر ټرمپ سره زما تر ملاقات وروسته د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او په عين وخت کې دغه اړيکې هم د ځينو منفي عواملو تر اغېزې لاندې وې. چين او امريکا بايد له موافقو سره د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لوری ونيسي، د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر اصولو ټينګار د خپلمنځي اړيکو د لا پرمختيا سبب وګرځي.

ټرمپ وويل، د امريکا او چين ترمنځ اړيکې پراخه راتلونکی لري. د امريکا حکومت به د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي، دغه دريځ نه بدليږي. د جرمني په همبورګ ښار کې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه ډېره مهمه ده، غواړم چې د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په هکله له رئيس شي جين پينګ او نورو مشرانو سره سلامشورې وکړم. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای