د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د جولای په ۳مه نېټه د چين د شي شه ټاپوګانو سمندري قلمرو ته د امريکا د پوځي بېړۍ د ننوتلو په اړه خبرداری ورکړ.هغه وويل چې د امريکا پوځي بيړۍ ياد عمل له قانون څخه سرغړونه ده.چين له دغه عمل سره ټينګ مخالفت کوي.چيني ځواکونه به دفاعي توان پياوړی کړي او په سمندر او هوا کې به ګزمې زياتې کړي تر څو د هېواد حاکميت او امنيت وساتي.
وياند وو وويل چې د چين حکومت د ۱۹۹۶ کال په می کې د چين د سمندري سيمو کرښو له قانون سره سم د شي شه ټاپوګانو بنسټيزه سمندري کرښه اعلان کړې.د امريکا ياد عمل له دې قانون څخه سرغړونه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |