CRI Online

د افغانستان د کام اير هوايي شرکت د مشر زوی ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-07-03 16:28:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بلخ ولايت د پوليسو وياند شير جان دوراني د جولای په دوهمه نيټه وويل، د افغانستان د کام ايرهوايي شرکت د مشر زمري کامګار زوی کمبيز کامګار په همدې ورځ په دې ولايت کې ووژل شو. د پلټنې د ابتدايي نتيجې له مخې، هغه د همدې ورځې په سهار ښکار ته په لاره و، چې ووژل شو. نوموړي په دې اړه نور زيات جزيات نه دي ورکړي.

په دې وروستيو کلونو کې افراطي ډلو د بلخ په شمول د افغانستان سرحدي ولايتونو ته نفوذ کړی او په دغو سيمو کې د حملو او تښتولو په شمول پېښې کله نا کله پېښېږي. د کمبيز د وژل کېدو تر يوې ورځې مخکې، د بلخ ولايت يو جومات کې طالبانو يو بريد ترسره کړ چې له امله يې ۱۳ تنه ووژل شول او ۴ تنه نور يې له ځان سره يرغمل ونيول.(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای