CRI Online

روسان د شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار دي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-03 17:26:05

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په درېيمه نېټه د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله له بېجينګ څخه وخوځېد. هغه به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين په بلنه روسيې ته رسمي سفر وکړي. دا به په روان کال کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ درېيمه ليدنه وي، دواړه مشران به د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ ستراتيژيکه طرحه به وټاکي.

په روسيه کې د چين سفير لي هوی وويل، چې د سږ کال له می مياشتې راهيسې دواړو مشرانو دوه ځله ملاقاتونه تر سره کړي چې پکې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګلارو د پيوستون او همکارۍ د پياوړتيا هيله او اراده ټينګه کړې ده. سفير لي هوی وويل،

(( دواړه مشران به د دوه اړخيزو اړيکو د ځينو مهمو مسئلو او مهمو نړيوالو مسئلو، په تيره بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګوالي، او د يو کمربند او يوې لارې او د اروپايي او آسيايي اقتصادي ټولنې د همکارۍ په هکله د نظريو تبادلې وکړي. ))

د روسيې د فيډرالي شورا غړي او د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې مشر دميتري ميزينتسيف په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د روسيې او چين ترمنځ صادقې، باور وړ او دوستانه اړيکې ټينګې شوي، د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی چې تر دې دمه د چين او روسيې ترمنځ ۵ حکومتي کميټې جوړې شوې دي. نوموړي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په دې سفر کې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره په زياتو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه بحثونه وکړي.

(( دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې کړي، د لاسليک شويو همکاريزو تړونونو عمل به پياوړی کړي او په نويو همکاريزو برخو کې به خپلمنځي دريځونه همغږي کړي. ))

ميزينتسيف وويل، چې ولسمشر پوټين د اروپايي او آسيايي همکاريزو اړيکو د ټينګولو غوښتنه کړې. روسيه هيله لري چې له چين، د شانګهای د همکارۍ له سازمان او د جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره د لا پراخ سيمه ييز اقتصاد د يووالي لپاره هلې ځلې وکړي.

د روسيې او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې مرستيالې ګلينا کوليکوا وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې له امله چين لا لوړې کچې ته ګامونه پورته کړي، د همکاريزو پروژو له پلي کېدو سره به برياليتوبونه تر لاسه کړي.

(( اوسمهال، نه يوازې د روسيې ولسمشر پوټين، بلکې د نورو زياتو هېوادونو مشران د چين له هغو نظريو سره موافقه کوي چې موخه يې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پياوړتيا او د خلکو د ګټو زياتوالی دی. نو دې سفر ته سترګې په لار يو او د نورو نويو غوښتنو هيله لرو، د نوموړي دا سفر نه يوازې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره بلکې د نړيوالې سولې او عادلانه همکارۍ د پياوړتيا لپاره هم ده. ))

د روسيې د علمي اکاډمۍ د ليري ختيځ چارو څانګې مشر سيرګې لوزيانين وويل، چې د رئيس شي دغه سفر به د انرژۍ، ټرافيک، پولي چارو او نوښت په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.

(( د همکارۍ، متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ جوړې شوې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د هېوادونو ترمنځ د نوي ډول اړيکو نښې ګرځېدلې دي. دغه ډول اړيکې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر هڅولو لاندې ټينګې شوي، د چين او روسيې د مشرانو ترمنځ د باور او دوستۍ شخصي اړيکې هم ټينګې شوې دي. ))

په روسيه کې مېشت چينايان هم د رئيس شي سفر ته سترګې په لار دي. په روسيه کې د چين د سوله ييز يووالي د پياوړتيا ټولنې منشي وو هاو خبريال ته وويل،

(( خوشحاله يو او احساس لرو چې د چين او روسيې ترمنځ ديپلوماتيک لوړوالي د دواړو هېوادونو خلکو ته په تيره بيا په روسيه کې چينايانو ته زياتې ګټې رسولې دي، زموږ وياړ او په ځايي سيمه کې د تر لاسه شوي درناوي او پاملرنې سويه ډېره لوړه شوې ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای