CRI Online

شي جين پينګ مسکو ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2017-07-03 21:15:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولاۍ په درېيمه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې د روسيې د پلازمينې مسکو اونوکوف نړيوال هوايي ميدان ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې خپله رسمي ليدنه پيل کړه.

رئيس شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د روسيې حکومت او خلکو ته نيکې هيلې او سيلامونه وړاندې کړل. نوموړي وويل، چې چين او روسيه يو د بل سره ښه ګاونډي هېوادونه، دوستان او ملګري دي. د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوديزه دوستي شته. اوسمهال د دوه اړخيزو اړيکې د تاريخ په ډېر ښه مهال کې دي. دواړه هېوادونه د زړيزو مسئلو په اړه يو د بل څخه ملاتړ کوي او د دوه اړخيزو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژيو د تړلو او د يو کمربند او يوې لارې پلان او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د پلان سره د تړلو لپاره هڅې کوي. د اوسنيو پيچليو نړيوالو اوضاعو په وړاندې چين او روسيه د لويو هېوادونو په توګه دنده پر غاړه اخلي او دوه اړخيزې اړيکې د ګډو ګټو او ښو همکاريو پر بنسټ د نويو نړيوالو اړيکو نمونه ده. دواړه هېوادونه د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول لوبوي.

د معلوماتو له مخې، له روسيې څخه د رسمي ليدنې نه وروسته به رئيس شي جين پينګ له المان څخه رسمي ليدنه وکړي او په هامبورګ ښار کې د شلو هېوادونو ډلې په دوولسمه سرمشريزه غونډه کې به برخه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای