CRI Online

شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-04 09:27:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای د ۳مې نېټې په شپه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې تازه مسکو ته رسيدلی، په کرملين ماڼۍ کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل. دواړو مشرانو د ګډې علاقې وړ مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې، د چين او روسيې ترمنځ دوستي يې ياده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

رئيس شي وويل، چې چين او روسيه د هراړخيزې ستراتيژيکې همغږې ملګري دي، د مهمو مسئلو په اړه د نظريو تبادله او همغږۍ ډېره مهمه ده. دواړه خواوې بايد خپلمنځي همکاري پياوړې کړي، له دې څخه دې ټينګ ملاتړ وکړي چې د خپل دولتي حالت سره سم د پرمختګ مناسبه لار غوره کوي، د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ په برخو کې دې د ي، بل د تګلارو او ګامونو ملاتړ وکړي. دواړه خواوې بايد د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د تګلارو او عملونو همغږي پياوړې کړي، د خطرونو او ننګونو د ليري کولو او د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا د هڅولو لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي.

پوتين د شي جين پينګ د سفر تود هرکلی وکړ او و يې ويل، چې روسيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د مشرانو ترمنځ د ديپلوماتيک تګ راتګ پياوړتيا د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو د لارښوونې او هڅونې ارزښت لري. باور لرم چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګوالي ته نوی خوځنده ځواک ورسوي.

دواړو مشرانو هم د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او د سوريې مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې. د دواړو خواوو په اند چين او روسيه بايد اړوندې خواوې وهڅوي چې د خبرو اترو له لارې د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله حل کړي. دواړو خواوو په جنوبي کوريا کې د ساد سيستم له ځای پر ځای کېدو سره مخالف دريځ څرګند کړ.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای