CRI Online

د چين او کامرون شرکتونه به د جنوبي اتلانتيک سمندر په تل کې د کېبل د جوړولو همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-04 10:46:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چينا يونيکام ( China Unicom)، د کامرون تليفوني مخابراتو او هواوې ( Huawei) سمندر شرکت په شمول دريو شرکتونو څو ورځې مخکې په شانګهای کې د جنوبي اتلانتيک سمند په تل کې د نړيوال کېبل د جوړولو تړون لاسليک کړ. دغه پروژه د کامرون د ډيجټالي اقتصاد د پرمختګ يو مهم ګام بلل کيږي.

د ياد شوي کېبل عمومي اوږدوالی به ۶۰۰۰ کيلومتره وي او له بشپړېدو وروسته به افريقايي او جنوبي امريکايي وچو ترمنځ د ښه کيفيت او باور وړ مخابراتي خدمتونه برابر کړي.

په دې پروژه کې د (( هواوې سمندر)) شرکت د سيستماتيکې لايحې د برابرلو او چينا يونيکام د پروژې د پلې کولو او له بشپرېدو وروسته د ساتنې او ادارې کارونه پر غاړه لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای