CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژۍ لومړۍ پروژه بشپړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-04 16:00:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د سهيوال په نوم پر سکرو چلېدونکی برېښناکوټ د بشپرېدو مراسم د جولای په درېيمه نېټه د پاکستان د پنجاب ايالت په سهيوال سيمه کې ترسره شول، دغه راز د دې اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژۍ لومړۍ لويه پروژه بشپړه شوې او په کار ولوېدله.

د سهيوال په نوم پر سکرو چلېدونکی برېښناکوټ د چين د هوا ننګ په نوم برېښنايي شرکت او د شانګ دونګ د ژو يي په نوم د تکنالوژۍ شرکت لخوا په ګډه پانګونه جوړ شوی دی. د ډيزاين معيار يې دوه هغه توربينونه دي چې د برېښنا توليد ظرفيت يې شپږ لکه او شپېته زره کيلوواټه دی. د جوړونې کارونه يې د ۲۰۱۵کال په جولای مياشت کې پيل شوي او د کار بهير يې ډېر ګړندی و چې د ټاکلې مودې تر نيم کال مخکې بشپړ شوی دی.

د چين د انرژۍ ادارې مشر نور بکري د دې پروژې د بشپړېدو په مراسمو کې وويل، د چين او پاکستان حکومتونو او جوړوونکو په ګډه ښې همکارۍ کړې او د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژۍ پروژو پرمختګ يې هڅولی چې ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې يوه غوره نمونه ګرځېدلې ده. ده وويل

(( د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې، د برېښنا په اړه ۱۱ پروژې پيل شوې چې د برېښنا د توليدي عمومي ظرفيت يې اته مليونه يو سلو اويا زرو کيلوواټو ته رسېږي. د سهيوال په نوم برېښناکوټ د ياد اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د برېښنا توليد په برخه کې لومړۍ په کار لوېدلې پروژو ده. باور لرم چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د انرژۍ پروژيو په بشپړېدو او کارولو سره به د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او د وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره فعال رول ولوبول شي. ))

د پاکستان د پنجاب ايالت لومړي وزير شهباز شريف وويل، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو ګډه هيله ده، د سهيوال په نوم د برېښناکوټ بشپړتيا د دې هيلې د عملي کېدو لومړی ګام دی. دغه پروژه به د پاکستان اقتصادي پرمختګ ته انقلابي بدلونونه راولي. ده وويل

(( په دې موقع کې چې د پاکستان اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ و، چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز د جوړولو وړانديز وکړ چې د پاکستان د انرژۍ او بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې يې پانګې کړې او له پاکستان سره يې زياتې مرستې کړې. د پاکستان وګړي به هېڅکله دا نه هيروي.))

د چين د هوا ننګ په نوم د انرژۍ شرکت مسئول څاو پې شي وويل، د سهيوال په نوم برېښناکوټ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې لومړی بريالۍ شوې پروژه ده او هغه وويل

((د سهيوال برېښناکوټ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د امتيازي پروژې په توګه يوازې په دوه ويشتو مياشتو کې دوه توربينونه بشپړ شوي او په کار ولوېدل. دغه پروژه په پاکستان کې د يو توربين لپاره تر ټولو لوی ظرفيت، پرمختللې تکنالوژي او د چاپېريال ساتنې ښه معيار او د جوړونې ګړندي سرعت لرونکې پروژه ده او د انرژۍ په برخه کې د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ يوه نوې نمونه ګڼل کېږي.))

د مالوماتو له مخې،د سهيوال برېښناکوټ د برېښنا کلنۍ توليدي اندازه به نهه مليارډو کيلوواټو ته ورسېږي او د پاکستانو د لس مليونو کسانو اړتياوې به پوره شي، دغه راز به تر ډېرې اندازې پورې په پاکستان کې د انرژۍ د کمښت ستونزه لرې شي.

په پاکستان کې د چين سفير سون وې دونګ، د پاکستان د مرکزي حکومت او د پنجاب ايالت د ځينو مامورينو په شمول څه دباندې زرو کسانو د دې پروژې د بشپړېدو په مراسمو کې ګډون کړی و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای