د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو کې د هند سرحدي پوځ په ناقانونه ډول د چين او هند ترمنځ د سرحداتو په اوږدو کې د سيکم له برخې څخه د چين خاورې ته ننوتلی، دغه پېښه زياته پاملرنه راجلب کړې. د جولای په ۳مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوان وويل، چې د هندي پوځ دغه کړنه په هغه سيمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي پوځونو ترمنځ له تېرو لانجو څخه توپير لري کومه چې کرښه پکې نه ده تاييد شوې، لا نور هم سخت دی.
ګنګ شوانګ وويل، چې د چين او هند ترمنځ د سرحدي کرښې سکيم برخه په ۱۸۹۰ کال کې د چين او بريټانيا ترمنځ د غونډې په موده کې د تبت او هند په تړون کې ټاکل شوې وه، دواړو خواوو د اوږدې مودې راهيسې د ټاکلي سرحدي کرښې سره سم اداره کړې ده. نو د هند ياده کړنه لا نوره هم سخته او بده ده. چين له هند څخه په زياتو ځلو غوښتنه کړې چې د سرحدي تړون مراعات او احترام وکړي، د چين د خاورو حاکميت ته درناوی وکړي او سمدلاسه خپل پوځ بېرته خپلې خوا ته وباسي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |